سیمهنړۍ

توغندیز برید پر یوی امریکايی ادی د سوریې په شمال کې

د سوریی خبری سرچینو خبر ورکړی چې د «الحسکه» ولایت په شمال کې د «خراب الجیر» په هوايی ډګر کې د دریو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

د یکشنبې پر شپه د سوریی په شمال کې د الحسکه ولایت په «خراب الجیر» هوايی ډګر کې د امریکا یوه اده د بې پیلوته الوتکې په برید کې په نښه شوه.

د سوریی خبری سرچینو خبر ورکړی، چې د دغه توغندی او درون برید په پایله کې د دغې امریکايی اډې په شاوخوا کې د دریو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

د دغه درون برید تر اوسه کومی ډلی مسوولیت نه دی منلی، خو په وروستیو میاشتو کې د عراق اسلامی مقاومت ډلې په ځلونو له غزې سره د پیوستون په موخه په سیمه کې امریکايی اډې په توغندیو او درون بریدونو سره په نښه کړي دي.

ځينو خبري سرچينو ويلي چې په دغه بريد کې درې توغندي او يوه بې پيلوته الوتکه کارول شوې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button