سیمه

په تمرین کې د دوو جاپانی پوځي چورلکو د لوېدو له امله یو تن مړ او اووه تنه لادرکه دي

د جاپان د دفاع وزیر مینورو کیهارا وویل چې د دې حادثی احتمالی لامل د دغو دوو SH-60K چورلکو ټکر دی چې هر یو یی څلور مسافر وو.

دا پېښه د شپی په ارام اقیانوس کې د توری شیما په ختیځ کې د سمندری ضد تمرین پر مهال رامنځته شوې ده.

د کيودو خبری اژانس د خبر له مخې، د جاپان د دفاع وزير اعلان وکړ چې پوځ د کشفی عملياتو په ترڅ کې د چورلکې پاتی شونی موندلي دي.

د پېښې کره لامل تر څېړنې لاندې دی، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې د جاپان د دفاع وزارت اعلان کړی، د SH-60K چورلکې د توری شیما په سیمه کې اړیکه پرې شوه او یوه دقیقه وروسته چورلکې سیگنال ولېږه.

دغه وزارت همداراز اعلان وکړ، چې تر نیم ساعت وروسته یوه بله چورلکه هم له همدې سیمې وغورځېده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button