افغانستان
د کابل په لویدیځ کی د تیرې شپې د حملې مسئولیت داعش ترهگری ډلی په غاړه واخیست
په داسې حال کې چې تېره شپه یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې د مقناطیسی (چسپکی) ماین چاودنې د کابل په لویدیځ کې د مرسیدیز مسافر وړونکی موتر په نښه کړی دی.
د داعش ترهگری ډلې خراسان څانګې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل په لویدیځ کې د گولای دواخانه (کوته سنگی) په سیمه کې د تیرې شپې د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران هم وايي، چاودنه په یوه مرسیدیز مسافر وړونکي موتر کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله، موتر چلوونکی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.