افغانستانویډیويي راپور

د فاریاب خلک د کار له نشتوالی او اقتصادی ستونزو سره لاس او ګریوان دي

د بېکارۍ او د کاري فرصتونو نشتوالی د فاریاب ولایت ځوانان له ستونزو سره مخ کړي دي.

په ورته وخت کې د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکی وايي، هڅه کوي د پرمختیايي پروګرامونو په پیلولو سره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بیکارۍ پراخه کچه په هیواد کې یو له لویو ننګونو څخه دی چې ډیری ځوانان او کارګر طبقه یې اغیزمنه کړې ده.

که څه هم د فاریاب ولایت اوسیدونکی د امنیت له تامین څخه خوښی څرګندوي، خو وایي: خلک بې کاره دي او دولت باید ورته د کار پیدا کولو په برخه کې پاملرنه وکړي.

که څه هم د فاریاب ولایت اوسیدونکی د امنیت له تامین څخه خوښی څرګندوي، خو وایي: خلک بې کاره دي او دولت باید ورته د کار پیدا کولو په برخه کې پاملرنه وکړي.

خو د فارياب سيمه ييز حکومت د دغه ولايت اوسېدونکو ته د کار پيدا کولو د هڅو خبره کوي، دوی وايي چې د پراختيايي پروګرامونو په پلي کولو او د توليدي شرکتونو په فعالولو سره غواړي د فارياب خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button