سیمه

د پاکستان ملی مجلس د تحریک انصاف د دوو غړو غړیتوب وځنډاوه

د پاکستان ملی مجلس په اکثریت رایو سره په دغه مجلس کې د پخوانی لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د دوو استازو غړیتوب وځنډاوه.

د جمشيد خان دستی او محمد اقبال خان د غړيتوب د ځنډولو لامل د ولسمشر اصف علي زرداري د وينا پر مهال “د سپکاوي ژبه کارول” و.

د پاکستان د ملی مجلس ریس سردار ایاز صادق د جمعې پر ورځ د وری په ۳۱ مه د دې مجلس په عمومي غونډه کې د تحریک انصاف ګوند د دغو استازو د غړیتوب د ځنډولو اعلان وکړ.

د تحریک انصاف ګوند اړوندو استازو او سناتورانو د عمران خان د زندانی کېدو په اعتراض کې د هېواد د لومړي پارلمانی کال د پیل په مناسبت د ملي اسمبلۍ او مشرانو جرګې په ګډه غونډه کې د ښاغلي زرداری وینا ګډوډه کړه.

د اصف علی زرداری د وینا پر مهال د عمران خان پلویانو د هغه عکسونه نیولس وو او شعارونه یې ورکول چې “شرم شه، شرم دې شه، عمران خان خوشې کړه!” او “راځه زرداری لاړ شه!” دوی له زندانه د تحریک انصاف د مشر د خلاصون غوښتنه وکړه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button