سیمه
نن سهار وختی په هند کی عمومی ټاکنې پیل شوې
د هند عمومی ټاکنې د سختو امنیتی تدابیرو په ترڅ کې د جمعې پر ورځ (د وری ۳۱ مه) پیل شوې، چې ۹۶۹ میلیونه خلک د رایې ورکولو وړ دي او د نړۍ تر ټولو سترې ټاکنې دي
د هندی رسنیو په وینا، نظر پوښتنی ښيي چې د نا رندرا مودی بهارتیا جنتا ګوند به وګټي.
د هند په ملی ټاکنو کې ۴۳۱ میلیونه ښځې د رایې ورکولو وړ دي او د هند د استازو مجلس ۵۴۵ څوکۍ لري.
ویل کېږي چې ۵۴۳ استازی د خلکو له خوا ټاکل کېږي او دوه نور یې د هند د ولسمشر له خوا نومول کېږي.
د هند عمومی ټاکنې به د جون تر لومړیو پورې په اوو پړاوونو کې ترسره شي او د راپورونو له مخې به یې پایلې د ۲۰۲۴ کال د جون په۴ اعلان شي.