سیمه

تازه: | اسراییل پر ایران برید وکړ

نیویارک تایمز د دوو اسراییلي پوځي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې اسراییلي پوځ نن (جمعه، د۳۱ وری ) سهار وختی پر ایران برید وکړ.

تایمز د دریو ایرانی چارواکو له قوله هم ویلي چې نن سهار وختی د اصفهان په هوايی اډه برید شوی، خو دا یې نه دي ویلي چې برید کوم هېواد کړی دی.

د اسرائیلو پوځ او د دغه هېواد دلومړی وزیر دفتر پر ایران د دغه هېواد د برید په اړه د راپورونو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

آن بی سی او سی آن آن د یوې باخبرې سرچینې په حواله لیکلی، چې امریکا پر ایران د اسراییلو په برید کې لاس نه لري، خو اسراییلی چارواکو له دې مخکې امریکا ته خبر ورکړی و.

فارس خبری اژانس د خبری سرچینو له قوله ویلی دی د دریو چاودنو غږونه د اصفهان په شمال لویدیځ کی د پوځ د ښکار اډې ته نزدې د اوریدل شوی او د هوا د دفاع وسلې د یو څیز په ځواب کی فعاله شوی چې ګمان کیږی د وړوکی مرغۍ دی .

مهر خبري اژانس په اصفهان کې د چاودنو غږونه اوریدلی او خبر ورکوي چې نن سهار شاوخوا څلور بجې د اصفهان په آسمان کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button