د ملګروملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) مشر اعلان وکړ چې د اکتوبر د اوومې نیټې د جګړې له پیله تراوسه په غزې کی څه دپاسه ۱۳۸۰۰ ماشومان شهیدان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهی صندوق مشرې کاترین راسل په یوه خبري کنفرانس کې وویل: “زرګونه کسان ټپیان شوي او زرګونه نور د لوږې په څنډه کې دي.”
د رویترز په وینا، د جندر مساواتو او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان په یوه بل بیان کې اعلان وکړ: “په هرو لسو دقیقو کې یو ماشوم په غزه کې ټپي یا مړ کیږي.”
بیان زیاتوی چې په غزه کې د جگری له پیله تر اوسه له لسو زرو زیاتی ښځې شهیدانې شوي او له دې ډلې ۶ زره یې ۱۹ زره ماشومان یتیمان شوي دي.
یونیسف غزې ته د خپل سفر په ترڅ کې د ټپي ماشومانو د لوی شمیر له امله حیران دی. نه یوازې په روغتونونو کې، بلکې په سړکونو او سرپناه کې هم …
د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسې چې صهیونیست رژیم د امریکا په ملاتړ د غزې په خپل وحشتناک بریدونه پیل کړل په دغو حملو کی په لسګونو زره فلسطینیان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو شهیدان او ژوبل شول.