په دې سياليو کې د مزارشريف ښار د ١٨ دولتی او خصوصی ښوونځيو او د ابتدایی ښوونځيو او لیسو له دويم ټولګی څخه تر دولسم ټولګيو زده کوونکو برخه اخيستې وه.
د بلخ ولايت د خصوصی ښوونځيو د اتحاديی مشر سيد ابراهيم سادات مرتضوی وايي، دغه سيالۍ هر کال د ځانګړو پروګرامونو له مخې په مزارشريف ښار کې ترسره کېږي.
ښاغلي مرتضوی په بلخ کې د پوهنې ودې ته د اشارې په ترڅ کې دا ډول پروگرامونه د بېلابېلو عمرونو د زده کوونکو په ذهنی وده کې اغېزمن وبلل.
په ورته وخت کی د بېلابېلو خصوصی ښوونځيو يو شمېر مسوولين چې زده کوونکی يې په دې سياليو کې برخه اخيستې ده، د دغه کنفرانس هرکلى کوی او د دا ډول پروګرامونو جوړول د زده کوونکو او تنکيو ځوانانو د فکري ودې په برخه کې يوه مثبته هڅونه بولي.
د يادونې وړ ده، چې د کانگورو سيالۍ هر کال په ټول هېواد کې ترسره کېږي او سږ کال په بلخ ولايت کې د رياضی په دې ازموينه کې ٧٥٠ زده کوونکو برخه اخيستې وه.