د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ نن سهار (پنجشنبی د وری ۳۰) د اشغال شوی فلسطین په شمال کی په «المطله» ښارګوټی کی د صهیونیست رژیم د پوځ او اډې په ضد د توغندوی عملیاتو اعلان وکړ.
حزب الله په یوه بیانیه کی اعلان وکړ چې د صهیونیستی پوځیانو هغه موتر یې په نښه کړ چې د لبنان په جنوب کی یې د المطله په پوځی اډه کی د عملیاتو پلان درلود.
د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ په دغه برید کس صهیونیستانو ته دسر دروند زیان اوښتو ته په اشارې سره وویل دغه عملیات یې په غزې کی د فلسطین د ثابتو خلکو په ملاتړ او د هغوی د میړانې او باعزته مقاومت په ملاتړ ترسره کړل.
څو دقیقې وروسته د «المیادین» شبکې خبریال د لبنان له جنوب څخه خبر ورکړ چې د اشغال شوي فلسطین د شمال په لور د توغندیو او راکټونو یوه څپې توغول شوي او د صهیونیستانو د خبرداری فعال شوی نه دي.
دا یو ساعت مخکې صهیونیستی رسنیو خبر ورکړ چې د آلارم غږیدل او لږ تر لږه ۳ راکټونه د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د «المطله» په ښارګوتی ولګیدل.