سیمهنړۍ

تازه: اسراییل د نړۍ له ۳۰ ډېرو هېوادونو غوښتي چې د ایران د سپاه پاسداران او د موشکی پر پروگرام بندیزونه ولګوي

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر یسرایل کاتز په یوه لیک کې د نړۍ له ۳۲ هېوادونو غوښتي چې د ایران د توغندیو پروگرام بند کړي او سپاه پاسداران دې د ترهګرو ډلو په لېست کې واچوي.

هغه په X ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې اسراییل د پوځي غبرګون سربیره، د تهران پر ضد “دیدلوماتیک برید” هم د خپلې اجندا په سر کې ځای لري.

د کاتز په وینا، پر سپاه پاسداران او د توغندیو پروگرام باندی بندیزونه به د ایران حکومت کنترول او کمزوری کړي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د ایران کړنې باید “مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي” ودرول شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button