ویډیويي راپور

د بلخ د آرمان فابريکی د پلاستیکی بوتان او چپلکو د توليد بهير په مزار شریف ښار کی

د آرمان بلخ د پلاستیکی بوتان او چپلکو جوړولو شرکت چې په مزارشریف ښار کې فعالیت کوي، د هر ډول پلاستیکی چپلکو په تولیدولو سره هېوادوالو ته د خدمت جوګه شوی دی.

د دغه شرکت رییس فردین نبی زاده وايي، د بلخ د آرمان تولیدی شرکت لخوا تولید شوی بوتان د هېواد له نورو بوتانو سره سیالي کولای شي او د دغه شرکت له خوا جوړ شوي بوتان په ښه کیفیت د هیواد جنوبي او شمالي ولایتونه کې خپل تولید ته پراختیا ورکړې ده.

د دغه شرکت رئیس همدارنگه له اسلامی امارت څخه غوښتی چې د بلخ ولایت د سوداګرو او صنعتکارانو ملاتړ او پالنه وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button