سیمهنړۍ

د ایران د برید په اړه پر اسراییلو د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو غبرګونونه

د نړۍ مختلفو هیوادونو د صهیونیست رژیم د جارحانه اقداماتو په وړاندې د ایران د اسلامی جمهوریت د پراخو توغندیو او بې پیلوته الوتکو د حملو په وړاندې غبرګون ښودلی او د مینځنی ختیځ د عمومی وضعیت په اړه یې اندیښنه ښودلې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسۍ لارې ته د راستنیدو غوښتنه وکړه او اعلان یې وکړ: په سیمه کې د امنیت او ثبات ټینګښت حیاتي دی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند: د منځنی ختیځ اوسنی وضعیت د غزې د جګړې وروستۍ پایلې دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۸ پریکړه لیک په تطبیق کې نور ځنډ ته اجازه نه ورکول کیږي او شخړه او کړکیچ باید سمدستي پای ته ورسیږي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت: موږ له ټولو خواوو غواړو چې له زغم څخه کار واخلي او سیمه او د دې سیمې اوسېدونکي د جګړې له خطرونو وژغوري.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت: موږ په سیمه کې د پرمختګونو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوو او له ټولو خواوو څخه غواړو چې د کړکیچ د زیاتیدو مخه ونیسي او له زغم څخه کار واخلي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر: پر اسراییلو د ایران برید په منځنی ختیځ کې اوسنی وضعیت لاپسې کړکیچن کوي او موږ دغه تاوتریخوالی په کلکه غندو.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیست رژیم پر وړاندې د ایران له غبرګون وروسته د اعظمی زغم غوښتنه وکړه.

د فارس خلیج د همکارۍ د شورا سرمنشی له ټولو خواوو وغوښتل چې د هرډول تاوتریخوالی د مخنیوي لپاره چې د سیمیا ثبات او د خلکو امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي، له زغم څخه کار واخلی.

همدارنگه د چیلی او ارجنتاین په شمول د لاتینې امریکا څو هیوادونو د صهیونیست رژیم د جارحانه اقداماتو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د پراخو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په ځواب کی د منځني ختیځ د عمومی وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

د شیلی د بهرنیو چارو وزیر “البرتو وان کلاورن” په X ټولنیزه شبکه کې لیکلي: زه په منځنی ختیځ کې د تاوتریخوالی د جدی زیاتوالی او د اسراییلی رژیم په وړاندې د ایران د بریدونو په اړه خپله اندیښنه څرګندوم. شیلی د ځواک کارول غندی او د نړیوال بشردوستانه قانون دفاع کوي.

مکسیکو هم د دې برید په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې او د زرګونو خلکو په ژوند یې اغیز کولی شي.

د مکسیکو د بهرنیو چارو سکرتریت هم په ایکس کې لیکلي: مکسیکو په نړیوالو اړیکو کې د ځواک کارول غندی او په ټولو خواوو غږ کوي چې په منځنی ختیځ کې د جګړې د خپریدو د مخنیوی لپاره سوله ایز حلونه وغواړي.

د ارجنتاین د ولسمشرۍ ویاند مانویل ادورنی هم په ایکس کې لیکلي: د ارجنتاین ولسمشر جاویر میلی دنمارک ته خپل سفر لنډ کړ او د یکشنبې په ورځ به هیواد ته راستون شي ترڅو په اسراییلو کی د وروستیو پیښو په اړه د بحران کمیته جوړه کړي.

د ایکوادور د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې ویلي چې په سیمه کې له خپلو دیپلوماتیکو کارکوونکو سره په تماس کې دی او ویلي یې دي چې «موږ وضعیت څارو.

په دی حال کی د ایران د اسلامی انقلاب گارد قول اردو نن سهار په یوې اعلامیې کی له صهیونیست رژیم سره د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو په ملاتړ او ملګرتیا سره د ایران په قنسلګرۍ باندې د دغه رژیم له حملې وروسته د دغه هیواد د ستر انتقام په هکله اعلان وکړ. په دمشق کې د وروستیو راپورونو له مخې، په سلګونو بې پیلوته الوتکو او همدارنګه د ایران توغندی د دغه هېواد له خاورې څخه نن سهار ۲۶ ځله د فلسطین د اشغال شویو سیمو په لور توغول شوي دي.

په عین حال کې په عراق، سوریی، لبنان او یمن کی د مقاومت د جبهې ځواکونو هم د صهیونیست رژیم په مرکزونو د بې پیلوته الوتکو، راکټونو او توغندیو حملې وکړې.

د ایران د اسلامی انقلاب گارد قول اردو په صهیونیست رژیم د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو له پراخو حملو وروسته په خپله دوهمه اعلامیې کی اعلان وکړ چې له دغو حملو وروسته په نیواک کی د صهیونیستی ترهګرې پوځ مهم مرکزونه په بریالیتوب سره تباه شوی دی.

په ورته وخت کې د ایران سپاه پاسداران امریکا ته خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد ګټو ته د زیان رسولو په برخه کې هر ډول ملاتړ او ګډون وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button