سیمه

آستین، گالانت ته : مخکې له دې چې ایران ته ځواب ووایی، موږ ته خبر راکړئ

د امریکا د دفاع وزیر د اسرائیلو د جنگ له وزیر څخه وغوښتل چې له مخکینۍ خبرتیا او همغږۍ پرته دې د ایران د تعزیری حملې په ځواب کی اقدام ونه کړی.

یوه امریکايی چارواکی د سې شنبې په شپه CNN ته وویل چې د امریکا د دفاع وزیر لوید آستن د اسرائیلو له دفاع وزیر یوف گالانت سره په خبرو کې له هغه غوښتي چې د ایران د حملو له احتمالی ځواب مخکې دې امریکا ته خبر ورکړي.

اړونده مقالې

له دې خبرو وروسته گالانت په ټولنيزو شبکو کې اعلان وکړ چې د امريکا د دفاع له وزير سره يې د ايران د بريدونو د مخنيوی لپاره د عملياتو په اړه خبرې کړي او له آستن او د امريکا له حکومت څخه يې د اسراييلو تر څنګ د ولاریدو مننه کړې ده.

په همدې حال کې یوه جگپوړی چارواکی او د امریکا د دفاع وزارت یوه جگپوړی چارواکی د شنبې په شپه NBC نیوز ته ویلی؛ د جگپوړو امریکایی چارواکو تر منځ دا اندیښنه شته چې اسراییل به د احتمالی پایلو په اړه له فکر کولو پرته د ایرانی بریدونو په ځواب کې چټک اقدام وکړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر په شخصی توګه اندیښنه څرګنده کړې چې د اسراییلو لومړی وزیر هڅه کوي واشنگتن په پراخه شخړه کې ژور کړي ، د دریو خلکو په وینا چې پدې مسله پوهیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button