افغانستان
وروستیو سیلابونو په پنجشیر او ارزگان کی ځاني او مالي زیانونه واړول
د پنجشېر ولايت په عنابه، دره او حصه اول ولسواليو کې سېلابونو ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
د دې ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس محب الله جاهد وايي، چې د سېلابونو له امله په دره ولسوالۍ کې د استوګنې درې کورونه ويجاړ شوي، لومړۍ برخه يې ويجاړه شوې او په عناب کې يو کليوالي سړک هم تړل او د اوبو کوچنی بند ویجاړ شو.
بل خوا د ارزگان ولايت له طبيعی پېښو سره د مبارزې مشر وايي چې د دغه ولايت په مرکز ترينکوت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله درې تنه مړه شوي، سلګونه کورونه ويجاړ شوي او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.