افغانستان
د امینی ځواکونو لخوا په سېلاب کې ډوبه شوې کورنۍ وژغورل شوه
امنیتي ځواکونو نن شپه شاوخوا ۳ بجې د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ هغه غړي چې په یوه مازدا موتر په سیلاب کې حصار شوي وو، وژغورل.
په ژغورل شویو کې دوه ماشومان، یوه ښځه او یو سړی شامل دي.
په هېواد کې له وروستیو سختو اورښتونو وروسته یو شمېر ولایتونه د سیلابونو شاهدان دي.