افغانستانسیمه

رینا امیري خپلی خبرې د افغانستان په اړه له جاپانی چارواکو سره اعلان کړې

د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايی، د جاپان د نړیوالو همکاریو سازمان (جایکا) او د ساساکاوا سولې بنسټ له چارواکو سره یې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

مېرمن امیري تېره شپه (پنجشنبه د وری ۲۳مه) په ایکس کې د یوې لیکنې په خپرولو سره دغه غونډې «رغنده» وبللې.

د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړي استازي په افغانستان او سیمه کې د پوهنې او پراختیا په برخه کې د جاپان د نړیوالو همکاریو له سازمان څخه د دوی د مهمو نوښتونو له امله مننه وکړه.

هغه زیاته کړه، د ټولو افغانانو په تېره بیا ښځو ته د فرصتونو د پراخولو په موخه د دغه بنسټ له چارواکو سره د خبرو دوام ته انتظار دی.

اغلې امیري دا هم وویل چې هغې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشی له پخواني ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو او د ساساکاوا د سولې بنسټ له مسوول اکیکو هوریبا سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

هغه د افغانستان په مسايلو کې د دې ادارې د تمرکز د ساتلو له امله مننه وکړه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button