افغانستان

په کونړ کې ترافیکي پېښې یو تن مړ او ۲۷ نور ټپیان کړل

په کونړ ولايت کې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د يو لړ ترافيکي پېښو په پايله کې يو تن مړ او اووه ويشت تنه نور ټپيان شول.

دغه پېښې په شيګل، نارۍ، سرکاڼو، ناوې، نرنګ او سوکی ولسواليو کې د موټرونو د ټکر او د څو موټرو د چپه کېدو له امله رامنځته شوې دي.

د کونړ ولايت د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دغو ترافيکي پېښو کې يو تن مړ او اووه ويشت تنه نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه د موټرونو ډېر سرعت او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د دغو ترافیکي پېښو اصلي لامل بولي.

له بلې خوا د کونړ ولايت روغتيايي سرچينې په دغو ترافيکي پيښو کې د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button