افغانستانسیمه

د متقی خواخوږی د حماس د دفتر له مشر سره /هنیه: افغانان د ازادۍ د مبارزې مخکښان دي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه د وری ۲۳مه) په یوه خبرپاڼه کې چې په ایکس کې خپره شوې ویلي چې د دغه وزارت د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقی په تیلفونی اړیکه کې خبرې شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دی تیلفونی اړیکی موخه د ښاغلي اسماعیل هنیه د هغه د اولادونو او د کورنۍ له غړو سره له شهادت وروسته خواخوږي ښودل شوې وه.

په دغه تیلفونی اړیکی کی متقی لومړی د خپلې خواخوږۍ په څرګندولو سره هیله څرګنده کړه چې د شهیدانو قربانۍ به د پام وړ پایلې ولری او بالاخره به د صهیونیستی تیریګرو له اشغال څخه د فلسطین د وروستۍ آزادۍ سبب شی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دفلسطین دخلکو دجهاد دبریالیتوب په هیله له هغوی وغوښتل چې دصهیونیست رژیم پرضد په خپلو مبارزو کی دتیر په شان ثابت قدمه ، ثابت او صبر ولري .

همدارنګه ښاغلي اسماعیل هنیه د دغې تروریستي پېښې د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

هغه د افغانستان خلک د ازادۍ د مبارزې مخکښان وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ګډې وینې بهېدنې مثبتې پایلې ولري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button