سیمه
اوکراینی چارواکی: اوکراینۍ ښځې هم پوځي خدمت ته تیاری نیسي
په عین حال کې چې اوکراین د جګړې په ډګر کې د پوځیانو او تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ دی، د پوځي عمر د کمولو او د اوکراین په وسله والو ځواکونو کې د ښځو د اجباري خدمت مسله هم راپورته شوې ده.
که څه هم په دې اړه کومه پرېکړه او پلان په رسمي ډول نه دی اعلان شوی، خو له ډېرې مودې راهیسې وړاندیزونه او اټکلونه مطرح کېږي.
اوگسانا گریگوریوا، د جنسیتی مسلو په اړه د کییف لوی پوځي سلاکاره تایمز ته وویل.”زموږ اساسي قانون وايي چې دا د هر اوکراینی وظیفه ده چې د خپلې ځمکې ساتنه وکړي، نو دا سمه ده چې ښځې هم باید خدمت وکړي.