سیمهکلتور او تعلیم

د ۶۰ زره فلسطینیانو په شتون سره په الاقصی جومات کی د کوچني اختر لمونځ ادا شو

څه دپاسه شپیته زره فلسطینیانو د صهیونیست رژیم له سختو اقداماتو سره په الاقصی جومات کی د اختر لمونځ ادا کړ.

د قدس ښار زوړ ښارگوتی هم نن سهار له فلسطینیانو ډک وو او د قدس د اسلامی اوقافو ادارې اعلان وکړ چې یو شمېر فلسطینیان د اقصی جومات ته د ننوتو اجازه نه لری. د صهیونیستی پوځیانو د خنډونو له امله د دغه جومات په شاوخوا کوڅو کی د اختر لمونځ ادا کړ.

د روژې په مبارکه میاشت کې د اسرائیلو پوځ الاقصی جومات ته د فلسطینیانو د ننوتو په اړه سخت اقدامات او سخت بندیزونه وضع کړل او د لویدیځې غاړې له اوسیدونکو څخه بیت المقدس ته د جمعې په ورځو کې ننوتل یوازې د ۵۵ کالو څخه پورته نارینه او تر ۵۰ کالو پورته ښځو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوه.

سږ کال به کوچنی اختر په غزې د اسرائیلو د تیریو د دوام او په لویدیځه غاړه کی د اشغالگری د زیاتیدو او د دغې سیمې په اوسیدونکو باندې د حملو له کبله په بې ساري حالت کی ولمانځل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button