افغانستانسیمه

د واخان سرک تر چین پورې غځیږي

ملا محمد یونس اخندزاده د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د چین له سفیر ژاو شینگ سره په کابل کی وکتل.

په دې کتنه کې د چین سفیر د چین تر پولې د واخان سرک جوړولو ته په اشارې سره وویل، هېواد یې د انکشافي او بنسټیزو پروژو د تطبیق په برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

اړونده مقالې

په همدې حال کې ملا محمد یونس اخندزاده له اسلامي امارت سره د چین د سیاسي او اقتصادي همکاریو د قدردانۍ په ترڅ کې وویل چې د واخان – چین سرحدي سرک لومړني کارونه په شدت سره روان دي او په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.

د کلیو پراختیا وزارت سرپرست همداراز زیاته کړه چې د دغه سرک اساسی جوړېدل د دواړو هېوادونو د اقتصاد په وده کې مهم رول لوبولی او دغه مهم او لنډ سرک به افغانستان، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ګټه ورسوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button