سیمه

یو ځل بیا دعراق مقاومت دصهیونیست رژیم په مرکزونو حملې وکړې

دغې ډلې په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې د بې پیلوټه الوتکې په وسیله یې د طبریا جهیل په شمال کې د «الفیالط» اډه په نښه کړې ده.

دا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیست رژیم په اډو باندې د عراق د مقاومت دریمه حمله ده.

دعراق داسلامی مقاومت ځواکونو دیکشنبې په ورځ په اشغالی جولان او اشغالی فلسطین کې دصهیونیست رژیم په دوو اډو حملې وکړې.

دغې ډلې په دې وروستیو کی د غزې د خلکو او د فلسطین له مقاومت څخه په ملاتړ او له صهیونیست رژیم سره د مقابلې په هدف د اشغالگر رژیم په مرکزونو حملې زیاتې کړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button