په مالیزیا کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست نقیب الله احمدی تایلند ته د خپل سفر په ترڅ کې له یو شمېر افغان سوداګرو او محصلینو سره وکتل.
په مالیزیا کې د اسلامي امارت سفارت وایي، په دې کتنه کې افغان سوداګرو او محصلینو د پاسپورت، ویزې او تحصیلي بورسونو په برخه کې خپلی ستونزې د سفارت له رئیس سره مطرح کړې.
په همدې حال کې ښاغلي احمدي ډاډ ورکړ، چې دغو ستونزو ته به رسیدګي وشي او ویې ویل، چې له اختر وروسته به د دغه سفارت یو پلاوی د بایومتریک او پاسپورت د وېش لپاره تایلند ته سفر وکړي او د افغان محصلینو ستونزې به له اړوندو څانګو سره شریکې کړي.