افغانستانکلتور او تعلیمویډیويي راپور

د انس له قرآنکریم چې د مزار شریف په سلطانیه جومات کې له څلورو اونیو راهیسې جوړه شوی وو پای

د انس له قرآن کریم غونډه چې د بلخ د مشهورو قاریانو په ګډون د مزارشریف په سلطانیه جومات کی د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت جوړه شوې وه، د پنجشنبی پر ورځ ګډونوالو ته یې ډالی ورکول او ښه راغلاست وویل شو پای ته ورسید

دغه ستر روحانی غونډه څلور اونۍ دوام وکړ او هره ورځ څلور تنو تلاوت کوونکو دوه ساعته د الله پاک د سپېڅلي کلامونو تلاوت وکړ.

د مزارشريف امام حجت الاسلام والمسلمين سيد حيدر هاشمی د دغه روحاني غونډه ختمېدل د مسلمانانو په يووالي او اتحاد كې يوه مهمه او اغېزمنه موضوع وبلله.

هغه قاریان چې په دې پروګرام کې یې برخه اخیستې وه د دا ډول پروګرامونو پر دوام ټینګار کوي او وايي چې ځوانان باید د قرآن او اسلامي سنتو زده کړه وکړي.

دغه پروګرام چې په مزارشریف کی د آیت الله سیستانی د دفتر د استازی( مدظله العالی) په مشرۍ ترسره شو، ویل کیږی چې هدف یې د شیعه او سنیانو ترمنځ د لا زیات وحدت او پیوستون رامینځته کول دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button