سیمهنړۍ

د نړیوال بانک تکان ورکوونکي احصایې د غزې په تړانګه کې د جګړې د زیانونو د لګښت په اړه

د نړیوال بانک وروستی راپور ښيي چې پر غزې د اسراییلو د بریدونو په لومړیو څلورو میاشتو کې د غزې په تړانګه کې د ۱۸،۵ میلیارد دالرو په ارزښت زیربناوې او ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د دغه راپور له مخې په دغو ویجاړیو کی د غزې څه د پاسه ۶۲ فیصده کورونه چې څه دپاسه۳۰۰ زره کورونه دی ویجاړ شوی او له دې کبله یو میلیون کسان بې کوره شوی دی.

له شپږو میاشتو راهیسې نیواککرو په غزې کی خپل یرغل ته دوام ورکړی دی، ملکی خلک، روغتیایی کارکونکی، خبریالان او د ژوند ټول ضرورتونه چې د صهیونیستانو د سختې محاصرې په ترڅ کی له یوه بشری ناورین سره مخامخ دی، په نښه کړی دی.

نړیوال بانک پرون (سه شنبی، 14 وری) وویل چې د “موقتي زیانونو ارزونې” راپور د 2023 کال له اکتوبر څخه د 2024 کال د جنورۍ تر پایه د غزې په حساسو برخو کې د مادي زیربناوو د زیانونو اټکل کولو لپاره د لیرې حساس سرچینو څخه کار اخیستی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button