دا ځل د څلور زره اړمنو کورنیو او ښوونکو ته یوه بوجۍ اوړه او یو قطۍ غوړي د حاجي گل اغا پرواني خیریه بنست د بشیر نوید ګروپ په مالي مرسته کی وویشل.
د هېواد په شمال کې يو تن ملي سوداګر حاجي خيرالدين مايل وايي، چې د حاجي گل اغا پروانی خيريه بنست له تېرو ١٨ کلونو راهيسې تل د اړتيا پر مهال د هېواد له اړمنو خلکو سره مرسته کړې ده.
ښاغلي مایل، چې د مرستو د وېش چارې یې څارلې، زیاته کړه، چې پر دغو مرستو سربېره پرون نورو کورنیو ته هم مرستې ورکړل شوې.