افغانستان
په ملي آرشیف کې د قران کریم د نسخو نندارتون پرانیستل شو
د اسلامي امارت د یو شمیر مسؤلینو په ګډون د هیواد په ملي آرشیف کې د قران کریم د نسخو پنځه ورځنی نندارتون پرانستل شو.
د دغه نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ وزیر مولوي عتیق الله عزیزي د اسلامي امارت له مشرتابه وغوښتل چې د دغه وزارت له اړوندو ارګانونو په ځانګړې توګه د ملي آرشیف په برخه کې لا زیاته پاملرنه وکړي ،ترڅو لرغوني آثار په ښه توګه وساتل شي.