افغانستانویډیويي راپور

د حضرت آیت الله العظمی سیستانی (دام ظله) د نمایندګۍ دفتر لخوا د افطار الصائم ویش د اهل سنت لپاره په مزارشریف کې

د آیت الله سیستانی د نمایندګۍ دفتر په بلخ ولایت کی د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په معلولینو، بې وزلو او اړو سنیانو باندې اوړه، وریجې او غوړی وویشل.

د مزارشريف ښار د سلطانيه جومات خطيب او حجت الاسلام والمسلمين سيد حيدر هاشمی وويل، دې موسسې د روژې په مبارکه مياشت کې پر اتیا زره کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي.

په ورته وخت کې ديني عالم مولوی فاروق شاه مسلميار د روژې په مبارکه مياشت کې د اسلام د سپېڅلي دين له نظره د مرستې په اړه رڼا واچوله او د روژې په مبارکه مياشت کې د ستر آیت الله سیستانی (دام ظله) د دفتر لخوا د خوراکي توکو له وېش څخه مننه وکړه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button