خبري سرچينو نن سهار (دوشنبه، د وری ۱۳مه) د غزې په ښار کې د الشفاء روغتون له کمپلکس څخه د صهيونېست فوځ د وتلو او د سلګونو فلسطينيانو د شهادت او زخمي کېدو او د دغه کمپلېکس د ودانيو د بشپړې ويجاړېدو خبر ورکړ.
د الجزیرې تلویزیونی چینل اعلان وکړ چې د غزې په ښار کی د الشفاء روغتون کمپلیکس د صهیونیسټی پوځیانو له خوا د دوه اونیو په محاصره کی په بشپړه توګه له منځه وړل شوی او د صهیونیسټی پوځیانو په وتلو سره د لسګونو فلسطینیانو جسدونه هم شهیدان شوی دی، د روغتون شاوخوا په کوڅو او ودانیو کې موندل شوي.
د صهیونیسټی پوځی رادیو نن سهار اعلان وکړ چې صهیونیسټی پوځیانو د الشفاء روغتون د دوو اونیو په محاصره کی څه دپاسه ۲۰۰ فلسطینیان شهیدان کړی او څه دپاسه ۹۰۰ فلسطینیان یې بندیان کړی دی.