افغانستاناقتصاد

افغانستان به د سمنټو یو صادروونکی هیواد شي!

د ګلبهار شرکت مشر د کانونو او پټرولیم له وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې وویل چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د ګلبهار سمنتو فابریکې د ودانۍ د جوړولو کار د روانې اوونۍ د سه شنبې پر ورځ پیل شي.

د هغه په ​​وينا، دغه شرکت به د يوه کال په اوږدو کې د سمنټو په توليد پيل وکړي، چې په کال کې به يو ميليون تته سمنت استخراج کړي او تر پنځو زرو تنو پورې به په مستقيم ډول د کار زمينه برابره کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د هرات په زنده جان سیمه کې د ۱۴۲ میلیونه دالرو په ارزښت د سمنتو د استخراج پروژه د ۳۰ کلونو لپاره له ګلبهار ګروپ سره قرارداد شوې ده.

ویل کیږي چې د دې پروژې د سمنتو د استخراج په پیل سره به افغانستان د سمنتو د اړتیا له پلوه په ځان بسیا شي او سمنتو به صادر کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button