سیمهنړۍ

په غزه کې د دایمي اوربند د یوه پریکړه لیک د وړاندې کولو په اړه امنیت شورا ته د فرانسې ادعا

د یکشنبې په سهار، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر استیفان سژورنی ادعا وکړه چې پاریس پلان لري چې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پریکړه لیک مسوده وړاندې کړي.

په قاهره کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې، سژورنی وویل چې په مسوده کې “د دوه دولتونو حل لپاره ټولې لارښوونې” او په غزه کې د دایمي اوربند د رامینځته کولو اړتیا شامله ده.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې هغه د مصر او اردن د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په کتنه کې په غزې تړانګه کې د سمدستي او دایمي اوربند او د حماس له خوا د ټولو صهیونیستانو د خلاصون غوښتنه وکړه.

د شنبې په ورځ د غزې د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکټوبر له اوومې نیټې په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د حملو له پیله تراوسه د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر۳۲زره او ۷۰۵ کسان او د زخمیانو شمیر۷۵ زره ۱۹۰ تنو ته رسیدلی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button