د هېواد مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا یکشنبی به ۱۷ میلیونه دالره لیلام کوي. دغه بانک د وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
مرکزي بانک زیاته کړه چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي.
دغه بانک ویلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې دمعاملاتو قسمی تسویه مجاز نشته ، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپلې د معامله پیسې په ټاکلې موده کې د افغانستان مرکزي بانک ته وسپاري.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د افغانستان مرکزي بانک د افغانۍ د ارزښت، ثبات او ټينګښت په موخه ميليونونه ډالر د ليلام له لارې پلورلي وو.