سیمه
الحوثی: د ملتونو د استعمار او غلامۍ دوره پای ته ورسېده!
د یمن د انصار الله ډلې مشر سید عبدالمالک الحوثی تیره پنجشنبی د شپه په خپله اونیزه وینا کی داسرائیلو د نیواکګر رژیم جنایتونه په غزه کی د بشریت لپاره سپکاوی وباله.
هغه وویل: زه صهیونیستانو ته وایم چې په خپلو جنایتونو مه خوشحاله شوې، ځکه چې ستاسو کړنې به تاسو په چټکۍ سره د هلاکت لارې ته بوځي او تاسو به د فلسطین له خاورې وباسي.
هغه همدا راز د امریکا حکومت ته په خطاب کې وویل: د نسل وژنې له لارې د خلکو د تسلط، استعمار او غلامۍ وخت پای ته رسېدلی که له حده تېر شو، پایلې به یې ډېرې او خطرناکې وي او په دې جګړه کې به ستاسو زیانونه درانه وي.