د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس مراد امانوف او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي امانوف د ټاپي پروژې له وروستیو پرمختګونو څخه خوښي څرګنده کړه او په نږدې راتلونکي کې یې د دغې پروژې د عملي کار پیل په اړه خبرې وکړې.
په همدې حال کې شیخ شهاب الدین دلاور وویل چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه په چټکۍ سره روان دي او په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.
د دې ناستې په پای کې د ترکمنستان سفیر دغه هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو سره وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د ترکمنستان یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.