افغانستانسپورت

د فوتسال ملي لوبډله له مالیزیا سره به د دریم مقام په ګټلو مخامخ شي

نن (پنجشنبی د وری ۹مه) د افغانستان او مالیزیا د فوتسال ملي تیمونو ترمنځ د فوتسال د اتلولۍ په سیالیو کې د دریم مقام د ترلاسه کولو لپاره د درجه بندۍ لوبه د تایلند په بانکوک ښار کې د ماسپښین دوه نیمې بجې ترسره شي.

که څه هم افغانستان په دې سیالیو کې استرالیا ته ماتې ورکړه، خو پرون یې فاینل ته د کوالیفای کولو لپاره په مهمه لوبه کې تایلند ته ۳-۲ ماتې ورکړه او فاینل ته یې لار ونه موندله.

استرالیایی لوبدلې ماليزيا او تايلند ته په ماتې ورکولو او د شپږو پواينتونو په ترلاسه کولو سره افغانستان څخه فاينل ته لاره پيدا کړه او ټاکل شوې ده چې نن مازديګر پنځه بجې د استراليا لوبډلې وروستۍ لوبه له تايلند سره وکړي.

د تايلند لوبډلې چې تر دې وړاندې يې ماليزيا ته ماتې ورکړې وه، استراليا ته يې ماتې ورکړې وه او وتوانېده چې په شپږو نمرو کی افغانستان ته په ماتې ورکړی او پايلوبې ته لار پيدا کړي.

دغه سيالۍ د تايلند د فوتبال فدراسيون او د سپورت د پراختيا وجهي صندوق له خوا د فوتسال اتلولۍ “NSDF” تر نامه لاندې د څلورو لوبډلو له خوا په لاره اچول شوې وې، چې موخه يې د اسيا د ١٧مې دورې د فوتسال هېوادونو سياليو ته چمتو کول دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button