افغانستانکلتور او تعلیم
د بامیانو د ستراتیژیک تطبیق لپاره د ضحاک، غلغله او کرک د ښارونو تاریخي سروې بشپړه شوه
په افغانستان کې د يونسکو فرهنگی مسوول براندن کاسار د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د هنر او فرهنگ له معين مولوي عتيق الله عزيزي سره په کتنه کې وويل چې د بامیان ولایت د ستراتیژیک پلان پلی کولو لپاره يونسکو د ضحاک،غلغله، کرک بشپړ او د نورو تاريخي سيمو ورته وسپارل شوی دى.
ښاغلي کاسار زیاته کړه، د منارجام د پیاوړتیا او تر څنګ یې د کیبلی برج او میلمستون د جوړولو کار به ډېر ژر پیل شي.
له بلې خوا په دې کتنه کې مولوي عتیق الله عزیزي له یونسکو موسسې څخه وغوښتل چې د هغو تاریخي ابداتو په پیاوړتیا او ساتنه کې چې د سقوط له ګواښ سره مخ دي، له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.