د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه په ترڅ کې په غزه د سمدستي اوربند د پریکړه لیک د تصویب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه شورا باید ژر تر ژره تصویب شوی پریکړه لیک عملي کړي.
همدا راز دغه وزارت د امنیت شورا له غړیو هېوادونو وغوښتل چې د فلسطین د مسئلې او د فلسطینیانو د نسل وژنې د مخنیوي بنسټیز حل لپاره د عادلانه لارو چارو د موندلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.