د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم رياست چارواکي وايي: په دغه ولايت کې د سرو زرو، سپينو زرو، روبي او اوسپنې د کانونو د استخراج لومړني کارونه هم روان دي.
دغه رياست زياتوي: په تېر کال کې يې د دغه ولايت له کانونو څخه د زمردو له استخراج څخه ٣٦٢ زره ٩٧٧ ډالره عوايد ترلاسه کړي دي.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، ياد شوي عوايد زرګونه کسانو ته د کار د زمينې په برابرولو سربېره د څه دپاسه درې ميليونه او ٦٢٩ زره ډالرو په ارزښت د ٥٠ زره کارتن څخه د زياتو زمرد د پلور له ١٠ سلنه امتياز څخه ترلاسه شوي دي.