سیمهنړۍ

د هریس خبرداری: د اسراییلو برید په رفح باندې د دغه هېواد لپاره ناوړه عواقب ولري

په مسکو کې د داعش له وژونکي برید وروسته، د امریکا دوو جمهوري غوښتونکو سناتورانو تام کاتن او مارکو روبیو وویل، دوی د داعش د خراسان څانګې له خوا پر امریکا او د دې هېواد پر اتباعو د بریدونو په اړه اندېښمن دي.

تام کاتن له ای بی سی تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، دا د ژورې خواشینۍ ځای دی چې په مسکو کې بی گناه خلک، ښځې او ماشومان ووژل شول، خو ښايي راتلونکی برید په اسیا او اروپا کې د امریکا پر سفارتونو او یا زموږ پر محصلینو د دوی په علمي سفر په اروپا وي خو اوسنی وضعیت له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د «ناکامه» وتلو له امله دی.

په همدې حال کې مارکو روبیو د امریکا پر خاوره د داعش احتمالي بریدونه له افغانستانه د امریکا له «ناورین» وتلو سره تړلي او یادونه یې کړې چې سناتورانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو د منفي پایلو په اړه خبرداری ورکړی.

دا په داسی حال دی چې د اسلامي امارت چارواکو تل په افغانستان کې د داعش د مرګ ژوبلې خبره کړې، خو نړیوالو سازمانونو او ګاونډیو هېوادونو په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو پر زیاتوالي او پر دغه هېواد د دغې ډلې د احتمالي برید په لویدیځ هیوادونه په اړه اندېښنه ښودلې وه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button