نړۍ
د غزې د جګړې له پيل تراوسه ۳۲ زره او ۲۲۶ تنه شهيدان او ۷۷۵۵ تنه نيول شوي دي
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو پوځ د خپلو جنایتونو په دوام کې اته ځان وژونکې عمل د غزې د اوسیدونکو پر ضد ترسره کړل چې په نتیجه کې یې ۸۴ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۶ نور ژوبل شول.
د صهیونیسټي پوځیانو له ۱۷۰ ورځو پرله پسې حملو وروسته د غزې د اوسېدونکو پر ضد وروسته د فلسطینیانو د شهیدانو شمېر۳۲ زره ۲۲۶ ته ورسېد.
دا په داسی حال کې دي چې د فلسطین داسیرانو سازمان اعلان کړی چې له پرون راهیسې په لویدیځه غاړه کې اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو ۱۶ فلسطینیان نیولي دي.
د دغه فلسطیني سازمان د راپور له مخې، په لویدیځه غاړه کې د اکتوبر له اوومې راهیسې د نیول شویو کسانو شمېر ۷۷۵۵ تنو ته رسېدلی دی.