سیمه

د کنسرت په کروکوس تالار په روسیه کې د برید چې ۱۵ تنه یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل، نړیوال غبرګونونه راوپارول

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې مسکو ته څېرمه د کنسرت پر یوه تالار او پلورنځي په برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

تر اوسه پوری ایران، ایټالیا، بیلاروس، قرغزستان، ترکیې، پاکستان مصر، کیوبا، قزاقستان، قطر، وینزویلا، اذربایجان، جرمني، امریکا، ارمنستان، سعودي عربستان او سوریې د مسکو ترهګریز برید غندلی دی.

دا په داسی حال دی چې په ۲۰۰۲ کال کې د مسکو په تیاتر کې له یرغمل نیونې وروسته مسکو ته څېرمه د کروکس کنسرت پر تالار برید د روسیې په تاریخ کې تر ټولو بده ترهګریزه پېښه بلل کېږي.

د ۲۰۰۲ کال د اکټوبر په ۲۳ د مسکو په تیاتر کې ۸۵۰ کسان یرغمل شوي وو، چې په پایله کې یې ۱۷۲ کسان ووژل شول.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button