سپورت
د رمضان کرکت کپ سیالۍ په بلخ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شو
په بلخ ولایت کې د رمضان کرکټ لس پړاو سيالۍ د شپږو لوبډلو ترمنځ پيل شوې او لس ورځې دوام کوي. په دې سیالیو کې هره ورځ دوه تیمونه د سکور کسبولو لپاره سیالي کوي.
د دغه کپ د پرانېستې په مراسمو کې د بلخ ولايت د کرکت بورډ عمومي رئيس محمد الله ثابت په بلخ کې د کرکت د ودې د يادونې په ترڅ کې وويل: په تېرو دوو کلونو کې ډېر ځوانان دې لوبې ته متوجه شوي او هره ورځ لوبغاړي خپل تمرینات ترسره کوی.
ښاغلي ثابت د کرکت لوبې ته د ځوانانو د هڅولو په ترڅ کې د یوه معیاري میدان د نشتوالي او د اسانتیاوو د نشتوالي یادونه وکړه او د ورزش له مسوولینو او ملي سوداګرو یې وغوښتل چې د دغه سپورت ودې ته پاملرنه وکړي.