افغانستان

په کندهار ولایت کې چاودنې ۳ تنه وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي

د کندهار امنیه قومانداني وايي، نن سهار د دغه ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د نوي کابل بانک مخې ته د چاودنې له امله ۳ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د کندهار امنیه قومانداني زیاتوي، چې ځانمرګي بریدګر د بانک د پیرودونکو په قطار کې خپل چاودېدونکي توکي واچول

د سيمه ييزو سرچينو په وینا ځینو رسنیو ته واېي چې په دې پېښه کې د مړو او ټپيانو شمېر نږدې څلوېښت تنه ښودلى دى.

د يادونې وړ ده، چې دغه پېښه په يوه ملکي ځاى کې رامنځته شوې او د پېښې ډېرى قربانيان ملکي وګړي دي، چې روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پيل شوې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button