سیمه

عمران خان: پاکستان باید له هر حکومت سره ښې اړیکې په افغانستان کې ولري

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د پاکستان د پوځ له وروستیو هوايي بریدونو پر خوست او پکتیکا ولایتونو کې خپله ناخوښي څرګنده کړه.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر چې اوس په زندان کې دی، د چهارشنبې پر ورځ د راولپنډۍ په ادیالای زندان کې له خبریالانو سره په خبرو اترو کې وویل، چې پرته له دې چې پر افغانستان واکمن څوک وي.
پاکستان باید له افغانستان سره ښې اړیکې وساتي

عمران خان ویلي، چې د دې حکومت په افغانستان کې د امریکا د دوو لسیزو جګړه پای ته رسولو لپاره د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د سولې خبرو ته لاره هواره کړې،

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان اوسنیو واکمنانو د پاکستان د تحریک طالبان د ستونزې د حل ژمنه کړې وه.

دا په داسی حال کې ده چې پاکستان په شمالي وزیرستان کې پر خپلو امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان د وژونکي برید په ځواب کې، د دوشنبې په ورځ د خوست او پکتیکا ولایتونو پر سیمو ۲۸ هوايي بریدونه وکړل.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button