افغانستان
په بلخ ولایت کې ۳۷ زره بزګرانو ته د کیمیایی سرې او تخمونو د وېش لری پیل شوه
د بلخ ولایت بزگرانو د روان کال وروستي اورښتونه د برکته ډک بولي او د خپلو ځمکو حاصلاتو ته په راتلونکي خوشبینه دي؛ دوی وايي، وچکالۍ د وروستیو اورښتونو له برکته له منځه تلل او د دوی کروندې د پسرلي کښت لپاره چمتو شوي دي.
بل خوا د بلخ د کرنې ریاست چارواکي وايي: دوی ګټور پلانونه د بزگرانو د ځمکو د سرې کولو لپاره لري او تر اوسه یې څه باندې ۳۷ زره بزګرانو ته یوه بورۍ تخم او دوه بورۍ تور او سپین سرې وېشلي دي.