افغانستان
په امو سیند د نفتو په ساحه کې د۲۰نوی څاگانو کیندل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینگ سره په لیدنه کې وویل، چې هره ورځ د امو سیند له نفتي حوزې څخه شاوخوا یوه زره ۴۰۰ ټنه تېل استخراج کیږی او د ۲۰ نویو څاګانو کیندل هم په دي ساحه په پام کې لري.
له بلې خوا د چین سفیر په دې کتنه کې وویل چې په پام کې لري ددي هیواد په بېلابېلو برخو کې د افغان کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.