د ۶ عربي هېوادونو له خوا د «عربي سولې پلان» کتنه په قاهره کې له بلینکن سره
د اسکای نیوز د خبر له مخې، د عربی تړون د پلان په نوم د شپږو عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په یوه ګډه غونډه کې د یوه سیاسي سند د لاسلیکولو لپاره په قاهرې کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن د سفر پر مهال راغونډ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په راتلونکو ورځو کې سعودي عربستان او مصر ته سفر کوي چې د دواړو هیوادونو له مشرانو سره وګوري اود صهیونیسټ رژیم او حماس ترمنځ د سمدستي اوربند د موافقې د رامنځته کولو لپاره د هلوځلو په اړه خبرې اترې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې خبر په خپرولو سره ټینګار وکړ چې دې موافقې ته رسیدل به د هغو کسانو د خلاصون ضمانت وکړي چې د اکتوبر د اوومې نیټې په حمله کې د حماس له خوا نیول شوي دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا هم اعلان وکړ چې دا تړون د دې ډاډ ترلاسه کول لپاره دې چې حماس د اکتوبر د 7 نیټه برید بیا تکرار و نه کړی او غزي ته د بشري مرستو د زیاتولو لپاره نړیوالې هڅې هم پیاوړې کړی او د جګړې وروسته پلان کولو د غزې لپاره همغږي یقیني کړي.