کلتور او تعلیم

د پوهنې وزارت له خوا د ښوونځي زنگ دنوې کال له پیل سره سم وهل کېږي

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د نوي ۱۴۰۳ هجری لمریز کال د پیل او د وری له لومړۍ ورځې سره سم په سړو سیمو کې د ښوونځیو د زنګونو غږول اعلان کړل.

په یوې اعلامیې کې دغه وزارت ویلي، چې د ۱۴۰۳ هجري لمریز نوی تعلیمي کال به د ښوونځیو د زنګ په غږولو د هېواد په ټولو ولایتونو او سړو سیمو کې پیل شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروګرام به نن د۱۴۰۳ کال د وری په لومړۍ نېټه د کابل په اماني لېسه کې ترسره شي.

د رسنیو د بلنې پر مهال دغه وزارت ویلي ، چې د مناسب ځای د نشتوالي له امله ښځینه خبریالانې په دغه پروګرام کې ګډون نه شي کولای.

دغه وزارت د ښځینه ښوونکو، د پوهنې د ښځینه کارکوونکو او ښځینه زده کوونکو د ښځو او استازو د شتون په اړه څه نه دي ویلي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button