افغانستان
د افغانستان اسلامي امارت د ځواکونو مشروع هدف د پاکستان سرحدی پوستې دی
د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې تېرې شپې د هېواد دفاعي ځواکونو د پکتیکا په سپېره او د خوست او برمل ولسوالیو د پاکستان د بریدونو په ځواب د دیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو د درنو وسلو بریدونه کړي دي.
دغه وزارت د پاکستان د تېرې شپې برید پر افغان خاوره تېری بللی او ویلي یې دي چې د هېواد دفاعي ځواکونه د هر ډول تېري ځواب ته چمتو دي او په هر حالت کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.